۲ قاچاقچیان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول
په هغه خبرپاڼه کې چې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې راغلي دي چې دې دوو کسانو غوښتل په دوو بېلابېلو پېښو کې شپږ کیلو او ۳۸۶ ګرامه هیروئین په خپلو خېټو او انارو کې هند ته قاچاق کړي چې سرحدي پولیسو ونیول.
په دې وروستیو اوونیو کې قاچاق کوونکي هڅه کوي چې په بېلابېلو چلونو سره د هوايي ډګرونو له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته نشهيي مواد قاچاق کړي.