په هرات کې ۱۳ ټنه نشهيي مواد وسوځول شول
د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل د دې موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، دا مواد په ۳۶۳ بېلابېلو عملیاتو کې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷کلونو په بهير کې نیول شوي چې ۴۴۲ کیلو ګرامه هیروئين، ۹۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۴۴۸ کیلو ګرامه چرس، ۳۲۹ کیلو ګرامه شیشه او لس لېټره کېمیاوي مواد پهکې شامل دي.
دغه ډول د هرات د امنیه قوماندانۍ له نشهيي مواد سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت زاده وويل، تېره اوونۍ یې هم یو شمېر قاچاق کوونکي نیولي چې له هېواده بهر یې هیروئين قاچاق کول.
دی وايي:
"پنځه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د هرات له هوايي ډګر څخه د هیرويينو ۲۶۶ کپسولونه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي چې د تلاشۍ پر مهال په ګذرې ولسوالۍ کې ونیول شول."
د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې په مجموعي ډول په دې ولایت کې د نشهيي موادو ۴۵۴ قاچاق کوونکي نیول شوي چې له دې جملې څخه پنځه یې ایرانیان، اووه ښځې او اووه یې ماشومان دي.