د بخښنې سازمان له ایرانه د اهواز د عرب اقلیت د بنديانو معلومات غوښتي
دغه ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، دا غوښتنه نن داسې مهال وکړه چې په تېرو ورځو کې په ایران کې د ۲۲ کسانو د مخفي اعدام په اړه راپورونه خپاره شول.
ایراني چارواکو دغه راپورونه رد کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا څانګې د څېړنو او ملاتړ مشر فیلیپ لوتر وویل که چېرې دا راپورونه تأیید شي، د دغو کسانو اعدام به نهیوازې د نړیوالو قوانینو له مخې یو جنایت وبلل شي، بلکې د هغوی د ژوند د حق یوه وېروونکې سرغړونه او په عدالت ملنډې وهل وي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ایران کې د اهواز عربو شااوخوا ۶۰۰ کسان د سپټمبر له ۲۴مې په داسې حال کې په بند کې ساتل کېږي چې خپلو کورنیو او مدافع وکیلانو ته لاسرسی نهلري.
دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پرېډ وسلهوال برید وشو او لږ تر لږه ۲۵ تنه پهکې ووژل شول.