پولیسو په کابل پوهنتون کې د پرونۍ نښتې په تړاو لسګونه محصلین ونیول
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د پوهنتون په لیلیه کې د غرمې د ډوډۍ پرمهال دوه محصلین سره ونښتل او وروسته نورو د هغوی په پلوۍ اخ او ډب پیل کړ.
مجاهد وویل:
"د دوو محصلینو ترمنځ د ډوډۍ پرسر لانجه وشوه، دا لانجه د نښتو خوا ته ولاړه، یو کس مړ شوی او دوه ټپیان دي، وضعیت د مازیګر په څلورو بجو بېرته عادي شو."
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې له دواړو خواوو ۳۵ کسان نیول شوي چې اوس مهال په توقیف کې دي.