پاکستان له ۱۲ تښتول شویو ایراني امنیتي مامورینو ۵ تنه ژغورلي
د جیش العدل په نوم یوې سخت دریځې وسله والې ډلې د دې ایراني امنیتي مامورینو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سرتېري هم پکې وو، د تښتولو مسؤلیت منلی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د پاکستاني امنیتي ادارو په پرله پسې هڅو پنځه ایراني ساتونکي په خوندي توګه موندل شوي دي.
دا ایرانیان چې استخباراتي مامورین هم پکې وو، د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په جنوب ختیځ کې ۱۵۰ کیلومتره لېرې له پراته کلي لولاکدان څخه تښتول شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیصل ویلي:
"ژغورل شوي ایراني امنیتي مامورین په ښه روغتیايي وضعيت کې وو او ایراني چارواکو ته سپارل شوي دي."
نوموړي زیاته کړې، د نورو ایراني برمته شویو امنیتي مامورینو د موندلو هڅې روانې دي.