د مخالفانو د وروستیو بریدونو په تړاو د فراه امنيه قوماندان بدل شوی
په فراه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو او په فراه ښار کې د دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې څه د پاسه سل افغان سرتېري وژل شوي دي.
که څه هم له تېرې شپې راهیسې پر فراه ښار برید نه دی شوی، خو د سیمه ییزو مقاماتو په وینا، لا هم وسله وال د دې ښار په څنډو کې فعال دي.