ملي اميد فوټبال لوبډله به له پاکستان سره دوستانه سيالۍ وکړي
ملي اميد فوټبال لوبډله به د جدي په څلورمه د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې سره دوستانه سيالۍ وکړي.
افغان فوټبال فدراسيون وايي، له دې سيالۍ يې هدف د اسيا د ۲۳ کلنو فوټبال اتلوليو ته د لوبډلې چمتو کول دي.
دغو لوبغاړو په هند کې لس ورځې تمرينات وکړل او تېره ورځ له هنده کابل او له کابله بېرته قطر ته روان شول.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملي فوټبال لوبډله به د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۶مه له ازبکستان سره سيالۍ وکړي.