د کابل پولیسو د نشهيي موادو څه دپاسه ۱۰ پرچون پلورونکي ونیول
د کابل پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي موادو څه دپاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معنیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د کابل امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د ۱۶ پرچون خرڅوونکو ترڅنګ څه دپاسه دوه کیلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
د ښاغلي یادګاري په وینا تېره اوونۍ د کابل په شمول په څو ولایتونو کې عملیات ترسره شول:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د یوې اوونۍ په جریان کې په مرکز او ولایتونو کې ۶۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۶۵۴ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیولي دي. دغه راز یې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۷۱ تورن کسان هم نیولي چې په نیول شویو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه ده."
د یادونې وړ ده چې په کابل کې د معتادینو له ډېرېدلو سره د نشه يي موادو پرچون خرڅوونکي هم ډېر شوي دي چې ځوانانو ته یې د نشه يي موادو لاسرسی آسان کړی دی.