د شمالي کوريا رهبر ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى
![د شمالي کوريا رهبر ټرمپ ته يو](https://gdb.rferl.org/A4C2214A-DA8F-4888-BA24-7172000D4854_w800_h450.jpg)
راپورونه وايي، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر اټمي مسايلو د مذاکرو هڅه کوي.
د جنوبي کوريا يوې ورځپاڼې چوسُن ايلبو نن د يوې ډيپلوماتيکې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې د کېم دغه پيغام چې ليک ته ورته دى، د امريکا ولسمشر ته تېره جمعه د يوه نامعلوم چاينل له لارې رسول شوى دى.
د ورځپاڼې په راپور کې دا نهده واضح شوې چې په دغه پيغام کې کوم موضوعات شامل دي.
خو راپور وايي، دغه پيغام د امريکا او شمالي کوريا د مذاکرو په اړه دى چې لهجهيې له پخلاينې ډکه ښکاري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سم د لاسه د دې راپور په اړه تبصره نهده کړې.