د افغانستان په ۲ هوايي ډګرونو کې ۸ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د شیشې په نوم څلور کیلو ګرامه نشهيي مواد هغه مهال ونیول شول چې پر څلورو دسمالونو باندې موښل شوي وو او په پام کې وه چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې یې له هېواده دباندې قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې څلور کیلو ګرامه نشهيي مواد هغه مهال ونیول شول چې په یوه سفري بکس کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په اړه درې تنه نیول شوي او وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.