راپورونه: سمندري غلو په بینین هېواد کې یوه بېړۍ نیولې
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس نن وویل، دا پېښه د جنورۍ د دوهمې نېټې په سهار شوې او روسي چارواکو ته د بینین سمندري ځواکونو خبر ورکړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په دې کښتۍ کې د شلو روسانو، څلورو اوکراینیانو او د دوو ګورجستانیانو په شمول ۲۶ کسان سپاره وو.
ځینو راپورونو کې بیا د دې بېړۍ د سپرو شمېر کم او زیات ښودل شوی دی.