په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه الوتکه غورځول شوې
په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارنې ماموریت په یو راپور کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.
دا بې پیلوټه الوتکه د واورې د پاکولو د عملیاتو د څارنې لپاره کارېدله چې د سپکې وسلې ډزې پرې شوې دي.
اټکل کېږي چې پر دې ډرون له ختیځې خوا له تقریباً دوه کیلومټره واټن ډزې شوي دي.
د اوکراین په ختیځ کې د څارنې دې ځانګړي ماموریت په ورستیو میاشتو کې د څار څو بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړي دي.
د ۲۰۱۸ م کال په نومبر میاشت کې د دې ماموریت یوه بې پیلوټه الوتکه له روسیې سره د اوکراین پر پوله وغورځول شوه او د جنورۍ په دوهمه نېټه یې یوه بله ډرون الوتکه د لوهانسک په سیمه کې نسکوره کړی شوه.
ملګري ملتونه وايي، د اکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل راهيسې د حکومت او روس پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې تر لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.