د افغانستان په اړه د خلیلزاد او هندي چارواکو خبرې پای ته ورسېدې
زلمی خلیلزاد زیاتوي چې له هندي چارواکو سره پر دې وغږېده چې څرنګه له افغانانو سره مرسته کولای شو چې دوامدارې سولې ته ورسېږي.
زلمي خلیلزاد له هنده د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت ډووال او د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویجې ګووخال سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړې.
خلیلزاد به د جنورۍ تر ۲۱مې په سیمه کې وي او افغانستان، پاکستان او چین ته به هم ولاړ شي.