د هند او اسټرالیا تر منځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ هند وګټله
دا سیالۍ چې پرون د اسټرالیا په اېډلېډ لوبغالي کې تر سره شوه پهکې لومړۍ بېټنګ اسټرالیا وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو يې هندوستان ته د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه.
ورپسې هندوستان دا هدف د لوبې په اخري اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
د هند له دغې بریا سره د هندوستان او اسټرالیا تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوه-یوه برابره شوه او ټاکل شوې درېیمه يوه يې برخلیک ټاکونکي وي.
د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د اسټرالیا په میلبرون ښار کې په پلان کې ده.