په پکتیا کې معترضو نوماندانو د انتخاباتي کمېسیونونو دروازې تړلي
دغه معترض نوماندان له دولت، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونونو دوه غوښتنې لري، او ګواښ کوي چې که مثبت ځواب ورته ونه ویل شي، په هغو ولسوالیو کې چې دوی ته خلکو رأیې پکې ورکړي، اداري چارې به په ټپه ودروي او هم به اجازه ورنه کړي چې ولسمشریزې ټاکنې پکې تر سره شي.
دوی وایي:
"که په پکتیا کې د یوې سیمې رأیې باطلېږي او د بلې رأیې پاتې کېږي دا سمه نه ده، تفتیش دې وشي، دوهمه خبره مودا ده چې که د پکتیا رأیې دومره چټلې دي، ټولې دې باطلې شي، انتخابات دې په کې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای وشي."
بلخوا په ګردیز کې دټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر ښاغلي هدایت الله عصمتي وویل چې کوم شکایتونه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې له مخې لومړی لېست خپور کړی د بیاځلې تفتش امکان یې نشته او په خبره یې چې امکان لري چې د شکایتونو د څېړنو په پایله کې په خپاره شوي لېست کې تر پنځوس سلنه بدلون راشي.
بل خوا په ګردېز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ښاغلي امین الله فضلي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل، معترضینو دوی ته کوم شکایت یا غوښتنه په رسمي ډول نه ده سپارلې چې دوی ورباندې غور وکړي.