په مکسیکو کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی
![په مکسیکو کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی](https://gdb.rferl.org/5DB7DBD2-B63C-41E3-8C1E-F27F8C93ADE0_w800_h450.jpg)
په مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی دی.
دا خبره د مکسیکو د روغتیا وزیر کورښې الکوسېر تأیید کړه.
الوکسېر زیاته کړه چې ۵۸ نور کسان هم بستري شوي دي.
په مرکزي مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین دا چاودنه هغه وخت د جمعې په ورځ وشوه چې ۸۰۰ کسانو په تلاهولیپن سیمه کې له لیک شوي پایپ نه تېل وړل.
د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي.