کندهار کې د مخالفینو اړوند ۳ شبکې ونیول شول
![کندهار کې د مخالفینو اړوند ۳ شبکې ونیول شول](https://gdb.rferl.org/481FBB3D-E833-45E1-BDB1-F90E3245C254_w800_h450.jpg)
د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسلهوالو مخالفینو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه پهکې شامل دي، ونیول.
د کندهار د والي له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي دغه کسان چې په تروریستي او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل دي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي دغو کسانو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پر دولتي قرارګاوو، امنیتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کړي او هم یې په بېلابېلو سیمو کې د سړک غاړې ته ماینونه ښخ کړي وو چې ډېری ملکي وګړو ته هم پهکې زیانونه رسیدلي وو.
د اعلامیې له مخې یادو وسلهوالو پهدې وروستیو کې پلان درلود چې په کندهار ولایت کې دولتي مامورین، دیني عالمان او قومي مشران په نښه کړي.
د کندهار د والي د دفتره دا بیان زیاتوي چې دا ډلې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ او د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.