چارواکي: په هرات کې د طالبانو په خپلمنځي شخړه کې ۱۴ تنه وژل شوي
په هرات ولایت کې د وسله والو مخالفینو ترمنځ د یوې ډله ییزې شخړې په نتیجه کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د شینډنډ ولسوالۍ په لنګر او اورابین کلیو کې شوې ده.
ده وویل:
"تېره ورځ مازیګر تر ماښامه په شیندنډ کې د طالب وسله والو ترمنځ نښتې وشوې، له دواړو لورو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې ۲۱ تنه یې د ملا هیبت الله کسان وو."
د ښاغلي فرهاد په خبره، په دې نښتو کې یو هاموی ټانک او د دو اړو ډلو وسلې تخریب شوي دي.