ایران: د امریکا یو متقاعد منصبدار د یوه شخصي شکایت په اساس نیول شوی
ایراني چارواکي وايي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو متقاعد منصبدار د یوه شخصي شکایت په اساس نیول شوی دی.
۴۶ کلن مایکل وایټ د ۲۰۱۸ میلادي کال له جولای میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی.
نوموړی لومړنی امریکایي وګړی دی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست له دوه کلنې دورې راهیسې په ښکاره په ایران کې توقیف شوی.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر نن د ایراني څارنوال غلامي صادقي له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د ښاغلي وایټ قضیه تر څېړنې لاندې ده.
هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.