په هرات کې د افغان ترک یو ښوونځی د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شو
په هرات ولایت کې د افغان ترک د نجونو د ښوونځي اداره نن د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شوه.
د هرات د پوهنې ریاست یوه چارواکي عزیزالرحمن سروري ازادي راډیو ته وویل، د دې ښوونځي مسؤلیت بې له کومې لانجې ترکي چارواکو ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې د پوهنې بنسټ په راتلونکو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو د پراختیا لپاره ۲۰ میلیونه ډالر لګوي.
ښاغلی سروري زیاتوي چې د افغان ترک ښوونځیو په سلو کې لس فارغان به د لوړو زده کړو لپاره سږکال ترکیې ته واستول شي او د پوهنتونونو په لګښتونو کې به هم تخفیف ورکړل شي.