د جرمني نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت
د جرمني د احصایې اداره وايي چې د دې هېواد نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای ته رسېدو سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت.
د جرمني د احصايې فدرال ادارې نن اعلان وکړ چې د جرمني د وګړو په شمېر کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۰۰ زره زیاتوالی راغلی دی.
د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یووالي په را وروسته موده کې دا د دې هېواد د نفوسو تر ټولو لوړ رقم دی چې یو علت یې د کډوالو د شمېر زیاتېدل بلل شوی.
له یووالي مخکې د جرمني نفوس ۷۹،۳ میلیونه و.
جرمني د وګړو د شمېر له پلوه په اروپايي ټولنه کې لومړی او له روسیې وروسته د اروپا تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی.