په فاریاب کې پر بېځایه شویو کورنیو غنم وویشل شول
په فاریاب ولایت کې پر بېځایه شویو کورنیو د یولک بوریو غنم وویشل شول.
دغه مرسته شوي غنم مېمنې ښار ته د دغه ولایت له ولسوالیو نه د جګړو او وچکالۍ له امله راکډه شویو کورنیو سره وشوه.
د ازادي راډیو خبریال اکرام کرم په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړې چې ابراهیم صافی یې در اوروي: