په تخار کې د خبریالانو د وژنې په اړه د بښنې د نړیوال سازمان غوښتنه
د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو د وژنې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د جنوبي اسیا د څانګې څېړونکي زمان سلطاني نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په تخار ولایت کې د یوې راډیو په سټېشن کې دننه پر خبریالانو برید ویروونکی جنایت بللی دی.
اعلامیه زیاتوي، دا برید یو ځل بیا په افغانستان کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د خطر موجودیت ښکاره کوي.
ښاغلی سلطاني وایي، افغان چارواکي دې د ټولو خبریالانو ژوند او خوندیتوب ډاډمن کړي، څو هغوی له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
د بښنې د نړیوال سازمان دغه غړي پر افغان چارواکو غږ کړی چې د دې پېښې په اړه پلټنې وکړې او عاملین دې یې په عادلانه ډول محاکمه شي.
دغه دوه خبریالان د سې شنبې په ورځ په تخار ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شول.
په ۲۰۱۹ کال کې دا دوهم برید دی چې په افغانستان کې پر خبریالانو کېږي.
په جنورۍ میاشت کې دجاوید نوري په نوم خبریال د طالبانو له خوا ووژل شو.
۲۰۱۸ کال د افغان خبریالانو پر وړاندې تر ټولو خونړی کال بلل شوی وو چې ۱۵ تنه د رسنیو کارکوونکي د کار پر مهال وژل شوي دي.