ننګرهار کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاریون تر سره شو
په جلال اباد کې په لسګونو ولسي وګړو، مدني فعالانو او معذورانو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه يې پورته کړل.