پامپیو: امریکا لا هم د جمال خاشقجي د وژنې په اړه تحقیقات کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، هېواد یې لا هم د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه تحقیقات کوي.
نوموړي پرون هنګري ته د خپل سفر پر مهال وویل چې امریکا د دې قتل د شاته کولو په هڅه کې نه ده.
مایک پامپیو زیاته کړه چې هېواد یې د ټولو هغو کسانو چې د خاشقجي په قتل کې ښکیل دي، د ځواب ویلو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.
جمال خاشقجي د تېر کال په اکتوبر کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.
د امریکا د کانګرس غړو د دې قتل د عاملانو د مجازاتو په برخه کې د امریکا د لا جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.