د پکتیا چارواکي: که په کانونو پانګونه وشي ښه عایدات به وکړي
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که پهدغو ولایت کې په کانونو پانګونه وشي ښه عایدات به وکړي.
د دغه خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې په پکتیا کې د قیمتي ډبرو، د ډبرو سکرو، کرومیاتو او مسو کانونه شته خو اړتیا ده چې د پانګونې په هدف پهدې برخه کې سروې وشي.
ښاغلی عالمیار وايي، دوس په څو ځلي دا موضوع د اړوندو مسوولینو سره شریکه کړې خو چې د سروې د ټیمونو شمېر کم دی او دوی به دغه کار په راتلونکي کې ترسره کړي.