د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا خلاصه
د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټرو په مخ پرانيستل شوه.
د سالنګ د ساتنې او خونديتوب ادارې رئیس عبدالبصیر سالنګي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وويل چې واورین طوفان د دې لامل شو چې لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شي.
د ښاغلي حبيبي په وينا، پر دې لویه لاره د واورې کچه څلوېښت سانتي مترو ته رسېدلې ده.
خو د سالنګ د ساتنې او خونديتوب ادارې رئیس ډاډ ورکړ چې مسافروړونکي موټر کولای شي چې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.