چارواکي: غزني، خوست او پکتیا کې ۶ د دولت ضد وسلهوال وژل شوي
په پکتیا ولایت کې د تندر قول اردو چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په توپچي او هوايي بریدونو کې د غزني په قره باغ، د خوست په ګربزو او د پکتیا په زرمت ولسوالیو کې ۶ د دولت ضد وسلهوال وژلي او ۴يې ټپیان کړي دي.
د یادو ځواکونو له رسنیز دفتره ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په ابپران سیمه کې درې مشکوک ماین ايښودونکي او د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عرفان په نوم د وسلهوالو د یوې کوچني ګروپ د قوماندان په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې له نیول شویو کسانو څخه ځینې پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د دولت صد وسلهوالو تر اوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.