چارواکي: صنعتي پارکونو لپاره به د ځمکو د وېش لړۍ چټکه شي
![چارواکي: صنعتي پارکونو لپاره به د ځمکو د وېش لړۍ چټکه شي](https://gdb.rferl.org/16377AB7-95BA-49EB-A5D9-CE44BE2DC073_w800_h450.jpg)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د صنعتي پارکونو لپاره به د ځمکو د وېش لړۍ چټکه شي.
له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له یو شمېر سوداګرو او د متبشبثینو عالي بورډ سره ژمنې کړي چې ډېر ژر به خصوصي سکټور او ملي سوداګرو ته ښه خدمتونه وړاندې او د دوی ستونزې به حل کړي، څو د صادراتو ګراف ورسره لوړ شي.
دا پهداسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د متشبثینو عالي بورډ له ازادي راډيو سره د سوداګرۍ او سوداګرو د چارو پر وړاندې له خنډونو شکایت کړی و چې له املهیې سوداګر له ستونزو سره مخ دي.