د کندز پولیس وايي چې ۲۶ کسانیې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي
![د کندز پولیس وايي چې ۲۶ کسانیې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي](https://gdb.rferl.org/E2CE959F-216E-4339-B929-1AE948E5559D_w800_h450.jpg)
د کندز پولیس وايي چې ۲۶ کسانیې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفيالله محزون نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان په تېرې یوې اوونۍ کې د پولیسو لهخوا د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
نوموړی وايي:
"۲۶ تنه د بېلابېلو جرمونو لکه، قتل، انسان تښتونې، ترور، اخلاقي فساد، د نشهيي توکو خرڅولو او د نورو جنايي جرمونو په تړاو د کندز ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي."
محزون له خلکو وغوښتل چې د جنایتکارانو په ورپېژندلو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
په کندز کې خلکو د غلو او جنایتکارو له زیاتېدو په وار وار شکایتونه کړي دي.