لاوروف: امریکا دې د ونزوئلا په کورنیو چارو کې مداخله نهکوي
![لاوروف: امریکا دې د ونزوئلا په کورنیو چارو کې مداخله نهکوي](https://gdb.rferl.org/CE4C9B70-8EE7-4318-A3A7-A2C628F47D2E_w800_h450.jpg)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ کړی چې د ونزوئلا په کورنیو چارو کې دې مداخله نهکوي.
سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره پرون شپه په همدې مورد په ټیلیفون خبرې کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پامپیو او لاوروف د ټیلیفوني مکالمې په اړه سمدستي څه نهدي ویلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپل امریکايي سیال ته ویلي چې روسیه د ونزوئلا په اړه د بحث لپاره چمتو وه.
مسکو د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو ته په وروستیو کلونو کې میلیاردونه ډالره ورکړي، خو لا هم دا هېواد له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ پاتې دی.
واشنګټن په ونزوئلا کې د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو چې ځان د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړی ملاتړ کړی او هغهیې د دغه هېواد د مستحق رهبر په توګه په رسمیت پېژندلی.
د خوان ګوایدو په مشرۍ لسګونه زره کسانو څه وخت مخکې د حکومت پر ضد د ونزوئلا په پلازمېنه کاراکاس او نورو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړې.
ګڼ خلک د ونزوئلا سوسیال حاکم نظام په فساد تورنوي او وايي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپارهیې کار نهدی کړی.