افغان چارواکي: په کندهار او زابل کې ۹ طالبان وژل شوي
افغان چارواکي په کندهار او زابل ولایتونو کې وسلهوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په نېښ او د زابل په ارغنداب او میزانې ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
د اعلامیې له مخې پهدغو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
پهدې اعلامیې کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نهده شوې.