رحیمي: د کابل په بالاحصار د نامعلوم لوري ۲ راکټونه ویشتل شوي
د کابل په بالاحصار سیمه کې د نامعلوم لوري دوه راکټونه ویشتل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په یوه پیغام کې خبریالانو ته وویل:
"دغه دوه راکټونه د کابل بالاحصار ته څېرمه په ډنډ مرغابي کې لګیدلي دي چې تلفات او زیان نهلري."
د ښاغلي رحیمي په خبره امنیتي ځواکونو پهدې اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا نهدی منلی.