رستمي: افغان کرنیز محصولات به په دُبی کې نندارې ته وړاندې شي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرنیز محصولات د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دُبی ښار کې نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتون به د فبروري میاشتې له ۱۷ څخه تر ۲۱ مې پورې پرانېستی وي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه:
"پهدې نندارتون کې زموږ داخلي شرکتونه او کمپنۍ او زموږ سوداګر هم ګډون کوي."
د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه چې اټکل کېږي افغان سوداګر به د نندارتون تر پایه له نړیوالو سوداګرو سره د ۴۰ او ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره د وچې میوې او زعفران د خرڅلاو تړونونه لاسلیک کړي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې افغان سوداګرو په دُبی کې په تېرو نندارتونونو کې د ۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي وو.