د کورنیو چارو وزارت: جنرال جرأت ۲ پوځي موټر او وسلې راوسپارل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، جنرال دین محمد جرأت دوه پوځي موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات چې ورسره وو، دې وزارت ته وسپارل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل:
"ښاغلي دین محمد جرأت دوه هاموي موټر، دوه دهشکې او د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې مرمۍ د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به ټول پاتې شیان هم د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ دین محمد جرأت ته ۷۲ ساعته مهلت ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت اړوندې وسلې، پوځي ګاډي او خپل غیر مسوول وسله به سپاري.
ښاغلي جرأت مخکې د ولسمشر د سلاکار او د ملي امنیت شورا د مرستیال پر دندو کار کړی دی.
خو ولسمشر اشرف غني سږکال د تلې په میاشت کې نوموړی له دواړو دندو ګوښه کړ.