په بلخ کې د کب د روزنې ۱۰ فارمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شول
![په بلخ کې د کب د روزنې ۱۰ فارمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شول](https://gdb.rferl.org/4ADFE094-8084-44F1-ABAD-5F273199F05D_cx27_cy0_cw34_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د بلخ ولایت په مرکز او د دې ولایت په دهدادي، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو کې د کب د روزنې ۱۰ بېلابېل فارمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ذبیحالله زوبین نن ازادي راډيو ته وویل چې دمګړۍ دغه فارمونه هر یو یې کولای شي چې د کبانو ۷ ټنه ښه کیفیت لرونکي غوښه تولید کړي چې تر یوې کچې پورې به بلخ ولایت ته د بې کیفیته کبانو د غوښو واردولو مخه نیسي.
دغه فارمونه هر یو یې په یو جریبه ځمکه کې رغول شوي چې ۷۵ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او ۲۵ سلنه لګښت یې د فارم لرونکو له خوا ورکړل شوی.