شفیق الله ستانکزي نن له کرکټ بورډ سره مخه ښه وکړه
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له دغې ادارې سره مخه ښه وکړه.
ښاغلي ستانکزي په دغه خبري ناسته کې د خپلې څه باندې څلور کلنې دورې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې د ده په کاري دوره کې د افغانستان کرکټ په نړیواله کچه وځلېد او د افغان لوبغاړو په ژوند کې هم د پام وړ بدلون راغی.
ښاغلي ستانکزي دا شان وویل، کرکټ ته یې له زړه کار کړی او نن په پوره ویاړ سره له دغې ملي ادارې سره مخه ښه کوي.
شفیق الله ستانکزی څلور کاله او دوه میاشتې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس او له هغه وړاندې د ملي لوبډلې منیجر او لوبغاړی و.
د نوموړي ځای ناستی د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی اسدالله خان وټاکل شو.