چارواکي: په ارزګان کې هوایي برید ۲۲ طالب قوماندانان وژلي
تېره شپه مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه پټه غونډه چې تر ډېره پکې مهم طالب قوماندانان را غونډ وو، بمبار کړې چې د مشهور طالب قوماندان حمدالله چې په ملا مطمئن مشهور و، د خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.