د مصر په قاهره کې یوې چاودنې درې تنه وژلي
![د مصر په قاهره کې یوې چاودنې درې تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/55DC7035-BAED-40F2-AF08-62D7E2CBE624_w800_h450.jpg)
مصري چارواکي وايي چې د پلازمېنې قاهرې په مرکز کې یوې چاودنې یو مشکوک بم ایښودونکی او دوه پولیس افسران وژلي دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې الازهر جومات ته نژدې پهدې چاودنه کې ۲ نور پولیس افسران هم ټپیان شوي دي.
بیان زیاتوي چې مشکوک سړي، مخکې له دې چې پولیس یې ونیسي خپل چاودېدونکي مواد والوزول.
د چارواکو په وینا دا مشکوک تروریست له تېرې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم ایښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر تعقیب لاندې و.