د لغمان چارواکي: سږکال د پام وړ کرنیز محصولات ترلاسه شوي
د لغمان ولایتي اداره وايي، سږکال پهدغه ولایت کې د پام وړ کرنیز محصولات ترلاسه شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند حسیبالله دولتزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په لغمان ولایت کې د کرنې په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله زیات پرمختګونه شوي او راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به لغمان د زون په کچه تر ټولو ستر کرنیز مرکز ولري.
د ښاغلي دولتزي په خبره، له دغه ولایته روان کال کې په لسګونو ټنه میوې، سبزیجات او ځینې نور محصولات ترلاسه شوي چې د دغه ولایت سربېره نورو ولایتونو او مرکزته هم انتقال شوي دي.
د لغمان ولایت د معلوماتو له مخې، پهدغه ولایت کې په سلګونه خلک په کرنیزو چارو بوخت دي چې خپل ورځنی اقتصاد هم له همدې درکه پر مخ وړي.