ولادیمیر پوتین نن پارلمان یا دوما ته کلنۍ وینا اوروي
ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دې هېواد پارلمان یا دوما ته کلنۍ وینا واوروي.
پوتین سږنۍ وینا داسې مهال اوروي چې نظرشمېرنې ښيې چې په خلکو کې د هغه محبوبیت بې سارې کچې ته رالویدلی دی.
د پوتین دغه وینا چې د هغه پنځلسمه وینا ده، په سیمهییزوخت غرمه مهال په مستقیمه بڼه له ټلوېزیوني چینلونو خپرېږي.
۶۶ کلن پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې دوه لسیزې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه د روسیې پر سیاست نفوذ لرلی دی.
پوتین چې تېر۲۰۱۸ میلادي کال د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، انتقاد کوونکي پرې تور پورې کوي چې د سیاسي مخالفانو د ځپلو او غلي کولو له لارې یې قدرت تقریباً ځانته انحصارکړی دی.