سبا۵۷۰ ټنه افغاني صادراتي مواد د چابهار له لارې هندوستان ته ځي
ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د افغاني صادراتو لومړنی کاروان چې ۵۷۰ ټنه صادراتي مواد پکې دي، د چابهار له لارې هندوستان ته ولېږل شي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې لارې په پرانيستلو سره اوس افغانستان کولای شي چې لاډېر صادراتي مواد هند، ایران او خلیج هېوادونو ته ولېږدوي.
دی وایي:
"ټاکل شوې چې سبا لومړنۍ جوپه د افغانانو تولیداتي توکي له زرنج ښاره د ورېښمو پله له لارې چابهار ته او له هغه ځایه هند ته ځي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په مستقیم ډول د چابهار له لارې هند ته تجارتي مواد صادروي."
ښاغلي چخانسوري زیاته کړه، له دې لارې افغانانو ته د خپلو سوداګریزو توکو صادرول ارزان تمامېږي.
چابهار یوه تر ټولو ارزانه او نږدې ټرانزیټي لار ده چې افغانستان له نړیوالو اوبو سره نښلوي او نړیوالو بازانونو ته لار موندلای شي.