عراقچي: د اټمي تړون د اکثرو لاسلیک کوونکو ملاتړ ترلاسه شوی
![عراقچي: د اټمي تړون د اکثرو لاسلیک کوونکو ملاتړ ترلاسه شوی](https://gdb.rferl.org/F57EF300-8E5D-4B31-8681-F982252E9C97_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وایي، د ایران د اټمي تړون د اکثرو لاسلیک کوونکو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.
عباس عراقچي پرون په ویانا کې د امریکا له متحده ایالاتو پرته، د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون له لاسلیک کوونکو سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:
"موږ د ټولو برخهوالو پیاوړی ملاتړ د تړون په برخه کې ترلاسه کړ. دوی دا ومنله چې دا توافقنامه یوازې هغه وخت پاتېدای شي چې ایران له هغې ګټه واخلي. دوی ژمنه وکړه چې پر هغه مېکانیزم به کار وکړي چې ایران د بندیزونو له لیرې کېدو ګټه ترلاسه کړي."
واشنګټن تېر کال د مې په میاشت کې له ایران سره له اټمي تړونه بهر شو او بېرتهیې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.