د "م.م" سرمنشي انتونیو ګوترش د ښځو د حقونو په اړه خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې پراخ او ژور پر شاتګ شوی دی.
ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمېسیون په کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال په دې برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه.
دا کمېسیون په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د جوړېدو له پیله د نارینهوو او ښځو ترمنځ د بشري ژوند په ټولو برخو کې د انډول راوستو لپاره هڅه کوي.
ښاغلي ګوترش په تېره د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو د فاع او یا د دولتي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي د تشدد د مواردو زیاتېدو ته اشاره وکړه او همدا راز د انټرنېټ له لارې له ښځو سره د ناوړه چلند یادونه وکړه او ویې ویل ښځې پر دندو د استخدام پرمهال د نارینهوو په پرتله په سلو کې ۲۶ لږ چانس لري.