لویې څارنوالۍ مخکني ۱۲ انتخاباتي چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړل
د افغانستان د لویې څارنوالۍ پلاوي د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون یو شمېر پخواني لوړپوړي چارواکي چې د دارالانشا رئیس هم پکې شامل دی، ممنوع الخروج اعلان کړل.
دغه پلاوي تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس او د انتخاباتي شکايتونو د کمېسیون د رئیس په ګډون، ۱۲ کميشنران ممنوع الخروج اعلان کړي وو.
جمشېد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، دوی له خپلې دندې په غفلت او ناوړه ګټې په تور تر پلټنو لاندې دي.
لوی څارنوال نن په یوه اعلاميه کې ويلي چې دا ډول قضيې د قوانينو د احکامو او پر اسنادو د ولاړو شواهدو له مخې ارزول کېږي.