مسؤلین: د ټول هېواد ورزش به په اتو زونونو ووېشل شي
د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس په هېواد کې د ورزش د ودې او پراختیا د يو لړ نویو پلانونو د پلي کېدو خبره کوي.
حفیظ ولي رحیمي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د هغې طرحې پر بنسټ چې کابینې ته د تأیید لپاره سپارل شوې، د ټول هېواد ورزش به په اتو زونونو ووېشل شي.
ښاغلی رحیمي وايي، اوسمهال زیاتره ورزشي فعالیتونه يوازې مرکز او لومړۍ درجه ولایتونو پورې تړلي دي چې د يادې طرحې په عملي کېدو سره به ټول هېواد کې د دوی تر پوښښ لاندې راشي.
د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس د ورزش د علمي کېدو لپاره د يوې ورزشي اکاډمۍ د جوړولو خبر هم ورکړ.