اجمل غني: په اسیايي المپیک کې به د حقونو د لاسته راوړلو هڅې وکړو
په ورزشي چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل غني وايي، په اسیايي المپیک کې به د افغان لوبغاړو د حقونو د لاسته راوړنو لپاره هڅې وکړي.
اجمل غني چې په دې وروستیو کې د اسیايي المپیک د اجرائیه بورډ د غړي په توګه هم ټاکل شوی، په کابل کې د يو شمېر ورزشي رشتو لپاره د ودانیو د پرانيستې مراسمو ته وویل چې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د افغان لوبغاړو لاسته راړونې د قدر وړ دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي دغو مراسمو ته د وینا پرمهال د اسیايي المپیک کمېټې د اجرائیه غړي په توګه د ښاغلي غني ټاکل کېدل د افغانستان د ورزش او لوبغاړو لپاره يوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
له دې وړاندې د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې لوبغاړې سمیرا اصغري د لومړنۍ افغانې په توګه د نړیوال المپیک کمېټې د دایمي غړې په توګه انتخاب شوې ده.