اروپايي ټولنې د بشري حقونو د سرغړوونکو په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ
اروپايي پارلمان د رأیو په غوڅ اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بشري حقونو سرغړوونکو ته د سزا ورکولو لپاره د بندیزونو د یوه رژیم جوړولو ته هڅوي.
دا پرېکړه لیک چې پرون تصویب شو، پر اروپايي کمېسیون غږ کوي چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادو په کچه د مګنیڅکي د بندیزونو قانون ته ورته یو خپلواک او د انعطاف او غبرګون لرونکی داسې سېستم رامنځته کړي چې له بشري حقونو څخه په ښکاره سرغړونو کې ښکېل افراد، حکومتونه او غیر حکومتي شخصیتونه په نښه کړي.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې د مګنیڅکي قانون په نوم لایحه هغو روسي چارواکو ته د جزا ورکولو په مقصد تصویب کړه چې د سرګي مګنیڅکي په نوم د مالیو یو حسابدار یې په ۲۰۰۹ کال کې د مسکو په یوه زندان کې وواژه.
مګنیڅکي په دې خاطر ووژل شو چې د روسیې د مالیو په سېستم کې پراخې درغلۍ یې افشا کړې.
اوس مهال استونیا، لاتویا، لیتوانیا او بریتانیا چې د اروپايي ټولنې غړي دي، د بشري حقونو پر سرغړوونکو د بندیزونو د لګولو لپاره خپل جلا سېستمونه لري.