د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی
![د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی](https://gdb.rferl.org/EE0CC71C-45B8-4B94-A4F6-C0080D11D7A7_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی او له اسلاماباده یې خپل سفیر هم ورغوښتی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا اقداماتیې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په وروستیو «بې مسؤلیته» څرګندونو د اعتراض په توګه کړي دي.
عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي و، د افغان حکومت دریځ د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د نوموړي په وینا د یو مؤقت حکومت جوړول د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره یوازینی لاره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت احمدي دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګنده لاسوهنه وبلله.
نوموړي وویل:
"دا ډول څرګندونې څو یم ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم لهخوا تکراریږي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د پاکستان د لاسوهنې د پالیسۍ یوه ښکاره بېلګه ده."
د صبغت احمدي په وینا، کابل ته په اسلاماباد کې د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک شي.