په دایکنډي کې د ۱۲کلن تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی
په دایکنډي ولایت کې د هغه ۱۲ کلن ماشوم مړی موندل شوی چې تېره اوونۍ تښتول شوی و.
د دایکنډي امنیه قوماندان غلام سخي غفوري ازادي راډیو ته وویل، تښتوونکو تېره اوونۍ د اللهنور په نوم دا ماشوم د شهرستان ولسوالۍ له فیضاباد کلي څخه تښتولی و چې پهدې وروستیو کې یې مړی په یوې څاه کې وموندل شو.
د ښاغلي غفوري په وینا تښتونکو، د دې ماشوم له کورنۍ څخه پرلهپسې د پیسوغوښتنه کړې وه او کله چې هغوی د دومره پیسو په ورکولو نهوو توانیدلي، نو په ډېره بې رحمۍ یې تښتولی ماشوم وژلی او مړې یې په یوې څاه کې غورځولی دی.
د دایکنډي امنیه قوماندان ویلي چې د پېښې په تړاو یې یوه ښځه او سړی نیولی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی.
یوه اوونۍ مخکې په کابل کې تښتونکو د مهسا په نوم یوه شپږ کلنه نجلۍ لومړی وتښتوله او وروسته یې ووژله. د مهسا د قتل په تورهم دوه تنه د کابل د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
په افغانستان کې د یو شمېر جنایتکارو ډلو لهخوا د انسان تښتونې پېښې په وروستیو کې په ویرونکي توګه زیاتې شوي چې ګڼ افغانان یې اندېښمن کړي دي.